امریکا: موږ په سوریه کې د ثبات ټینګولو پروژو ته ۲۳۰ میلونه ډالر ځانګړي کړي دي.
د امریکا حکومت وايي چې دا پيسې د سوریې په هغو سیموکې چې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې، داعش له لاس وتلې دي، د مرستې پروګرامونو ته ورکړي.
دمتحدو ایالاتو دبهرنیوچارو وزارت ویاندې، هیدر ناوېرت پرون جمعه وویل چې په سوریه کې د امریکا په مشرۍ، د ائتلاف نورو غړو هم د درې سوه ملیونه ډالر مرستې ژمنه کړې ده.
د ناوېرت په وینا، سعودي عربستان د سلو ملیونه ډالرو او متحده عربي اماراتو د پنځوس ملیون ډالرو کمک ږغ کړی دی.
د امریکا دبهرنیوچارووزارت ویاندې ټينګار وکړ چې په سوریه کې دثبات له ټینګښت سره د مالي مرستې ژمنه هلته دامریکا ستراتيژیکو اهدافو ته پر موجودو تعهداتو اغېز نه لري.