د نورستان نورګرام کې د موټر چپه کېدو کې۴تنه مړه شوي
د نورګرام ولسوال مولوي تاج محمد د جمعې په ماسپښین ازادي راډیو ته وویل چې نن غرمه مهال د کولتن دره کې یو ډاټسن موټر چې د نورګرام مرکز ته را روان و له سړک ښوېدلی او پکې ناست ۴ کسان مړه شوي او ۱۲ټپیان شوي دي.
هغه وايي، ټپیان نېږدې روغتیایي مرکزونو ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي.
خلک او ولسوال وایي، پېښه د سړک د خرابوالي له امله رامنځته شوې ده.