د تاجکستان ولسمشر اما علي رحمان نن له ازبکستان کتنه وکړه
امام علي رحمان له خپل ازبکي سیال شوکت میرضاییف سره د دوه اړخیزو مسلو په اړه خبرې وکړې.
د ازبکستان د ولسمشر دفتر په یوه بیان کې ویلي دي تاشکند غواړي چې دې هېواد ته د تاجکستان د ولسمشر دا سفر تاریخي وي.
په بیان کې راغلي دي چې د مرکزي اسیا دې دواړو هېوادونو په کم وخت کې وکولای شول چې د اوږدې خپلمنځي ستونزې حل کړي.
تاشکند ته د تاجکستان د ولسمشر دا سفر له ۱۹۹۸ کال راهیسې له ازبکستان څخه د کوم تاجک ولسمشر لومړنۍ کتنه ده.