د اسپانیا د فوټبال لیګ سیالۍ پر فېسبوک خپرېږي
لومړۍ مسابقه به د سې شنبې په ورځ پر فېسبوک خپرېږي.
د اسپانیا د فوټبال د سیالیو په درېیو فصلونو کې ۳۸۰ مسابقې کېږي.
د اسپانیا د فوټبال لیګ د دیجیتل ستراتېژي مشر، الفرېدوبرمیښو ویلي چې د هند د لویې وچې په هېوادونو کې ۳۵۰ میلیونه وګړي له فېسبوکه کار اخلي او دوی غواړي چې له دې لارې د امکان تر حده، له ډېرو خلکو سره ارتباط ټینګ کړي.