د هسپانیې د فوټبال لیګ سیالۍ پر فېسبوک خپرېږي
لومړۍ مسابقه به د سې شنبې په ورځ پر فېسبوک خپرېږي.
د هسپانیې د فوټبال د سیالیو په دریو فصلونو کې ۳۸۰ مسابقې کېږي.
د هسپانیې د فوټبال لیګ د دیجیتل ستراتيژي مشر، الفرېدوبرمیښو ویلي چې د هند د لویې وچې په هېوادونو کې ۳۵۰ میلیونه وګړي له فېسبوکه کار اخلي او دوی غواړي چې له دې لارې د امکان تر حده، له ډېرو خلکو سره ارتباط ټینګ کړي.