پاکستاني پولیسو ۸ چینایان نیولي
د پولیسو یوه چارواکي ظفر اقبال ویلي، دا اته چینایان پرون یکشنبه د پنجاب ایالت د شیوال د قادراباد برښناکوټ ته څېرمه ونیول شول.
د دوی له موټرو یوه تفګنچه، یو ماشینداره او یوه اندازه مرمۍ ترلاسه شوې دي.
چین د پاکستان په برښنا او نورو بنسټیزو پروژو کې ډېره پانګونه کړې ده.
د چین د پانګونو یوه تر ټولو لویه برخه د یو کمربند یوه لار پروژه ده چې په چوکاټ کې یې زرګونه کارګران پاکستان ته استول کېږي.
دا اته چینایان داسې وخت د پاکستان پولیسو ونیول چې د شنبې په ورځ په بلوچستان کې د چینايي انجنیرانو یو بس موټر تر انتحاري برید لاندې راغی چې پهکې د درېیو چینایانو په شمول شپږ کسان ټپیان شول.