د کابل کندهار لویه لار د څلورمې ورځې په مخه تړلې پاتې
پرون په کندهار کې شااوخوا دوه زره مسافر چې له کندهار، هلمند، فراه او هرات مرکز کابل ته تلل ایسار پاتې و او ویلیې چې له ستونزو سره مخ دي.
د مسافرو له ډلې احمدالله ازادي راډيو ته وویل:
"له موږ سره چې کومې پيسې وې هغه ټولې په هوټلونو کې رانه مصرف شوې. د خرڅ پیسې نهلرو. له هره پلوه ستونزو سره مخ یو. موږ له دفاع وزارت او داخلې وزارته غواړو چې ژر تر ژره دا لاره خلاصه کړي څو مسافر ژر تر ژر خپل مقصد ته ورسېږي."
د کندهار په اډه کې د ایسار شویو کسانو ترمنځ ښځې، ماشومان او ناروغان هم شامل دي چې د کابل-کندهار لویې لارې د خلاصېدو لپاره شېبې شماري.
وسلهوالو طالبانو د جمعې له شپې راهیسې په غزني بریدونه کړي چې له املهیې د کابل-کندهار په لویه لار موټر تګ راتګ نهشي کولای.