د زابل امنيه قوماندان: د کلات-کندهار د لارې د خلاصون عملیات کوو
سمونوال غلام جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، یو شمېر مسافر پر دې لویه لاره بند پاتې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې د روانې جګړې له امله له څلورو ورځو راپه دېوا د کابل کندهار لویه لار هم د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.
په کندهار ولایت کې شااوخوا دوه زره مسافر چې له کندهار، هلمند، فراه او هرات څخه مرکز کابل ته تلل، بند پاتي او وايي چې له راز راز ستونزو سره مخ دي.