د پاکستان کوټې ښار ته نېږدې په یوه کان کې چاودنې ۴ تنه وژلي
د پولیسو یوه افسر وویل ویره ده چې ۱۳ لادرکه کان کیندونکي به هم وژل شوي وي.
چارواکو بیا ویلي دي چې چاودنه د میتان ګاز له امله شوې او په کان کې د ګاز د خورېدو له امله د ژغورنې چارې دریدلې دي.
په پاکستان کې د ډېرو د سکرو په کانونو کې تر دې مخکې هم چاودنې شوي دي چې علت يې نیمګړي او غیر معیاري تدابیر بلل کیږي.
د پاکستان د کانونو د کارګرانو فدراسیون وايي په دې هېواد کې په کلني ډول شاوخوا دوه سوه کسان په کانونو کې د چاودونو او نورو پیښو له امله وژل کېږي.