د کرکټ نړیوالې شورا د افغان کرکټ غوره لیګ ته اجازه ورکړه
دې شورا پرون په یوه بیان کې ویلي چې د شورا مشرتابه پلاوي د افغانستان غوره لیګ تصدیق کړ چې تمه ده د اکتوبر له پنځمې تر ۲۱ د متحده عربي اماراتو په شارجه کې وشي.
په دې لیګ کې د کابل، ننګرهار،کندهار،بلخ او پکتیا ولایتونو ټیمونه جوړیږي چې په چوکاټ کې به یې بهرني لوبغاړي هم شامل وي.
اخوا د افغانستان د کرکټ ملي ټیم پرون په یوه تمریني لوبه کې د بریتانیا نارټه مټنشایر Northamptonshire لوبډله ماته کړه.
په دې لوبه کې افغان ټیم په شلو اورونو کې ۱۶۴ منډې وکړې خو سیال ټیم بیا یوازې ۱۴۶ منډې پوره کړې او لوبه یې په اتلسو منډو توپیر وبایله.
افغان لوبغاړي به د اګسټ له شلمې له ایرلنډ سره د درېیو شل اوورېزو او درېیو یو ورځنیو لوبو ټورنمنت د ایرلنډ په کوربه توب پیل کړي خو اوس په بریتانیا کې دې لوبو ته تمرین کوي.