کامراني: کابل کې د غزني د روان امنیتي وضعیت په اړه لاریون کوو
امان الله کامراني پرون شپه ازادي راډيو ته وویل چې په غزني ښار کې وسلهوالو طالبانو پراخ بریدونه کړي او دولت باید د امنیت د نیولو لپاره جدي اقدامات وکړي.
نوموړی وايي:
"د غزني خلک چې په کابل کې دي که وکیلان دي که مدني فعالان دي له ټولو اقوامو به دلته په عیدګاه جومات کې مظاهره کوي. د دې په خاطر چې غزني ته توجه نه کېږي لکه څنګه چې لازمه ده له غزني دفاع نهده شوې."
د افغانستان دفاع وزارت وایي، تازه دمي کمانډویان غزني ته رسیدلي او په تصفیوي عملیاتو بوخت دي خو د ملکیانو د تلفاتو د مخنیوي لپاره عملیات ورو مخته ځي.
وسلهوالو طالبانو د جمعې له شپې راهیسې په غزني ښار پراخ بریدونه پیل کړي دي.