د غزني جګړه درېیمې ورځې ته وغځېده
د ولايتي شورا مرستيال نصير احمد فقيري ويلي، نن سهار امنيه قوماندانۍ، د ملي امنيت رياست او د ولايت ودانۍ ته نږدې تازه جګړه پيل شوې ده.
که څه هم ښاغلى فقيري وايي، امنيه قوماندني، د ولايت وداني او څو رياستونه د افغان ځواکونو په کنټرول کې دي، خو د کورنيو چارو وزارت بيا وايي د غزني ښار ډېرې برخې تصفيه شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي ازادي راډيو ته وويل:
"په ښار کې اوس وضعيت فوق العاده ښه دى، د دفاعي او امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دى، ټول ښار تصفيه شوى يوازې د غزني ښار په لوېديځه برخه کې د دښمن حضور شته."
د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړى، چې وسله والو طالبانو ځينو دولتي ودانيو ته اور اچولى دى.
د دې جګړې پر مهال د ټليفوني شبنکو خدمات په ټپه درېدلي او د وضعيت په اړه د معلوماتو کره کول يې ستونزمن کړي دي.