په امریکا کې بې اجازې یوه الوځلول شوې الوتکه نسکوره شوې
د سیاتل د تاکوما هوايي ډګر چارواکي وايي، دا الوتکه پرون له دې ډګر څخه والوته او په پوګېټ پانډ کې نسکوره شوه.
پولیس وايي، د الوتکې پیلوټ ځان وژنې ته تمایل درلود او ښايي په پېښه کې وژل شوی وي.
د دوی په وینا، داسې شواهد یې نه دي موندلي چې دا به کوم ترورېستي عمل و.
الاسکا ایرلاینز ویلي دي چې د دې الوتکې د اړوندو چارو مدیریت د هورایزن ایر شرکت په غاړه و.
د راپورونو له مخې، د امریکا د پوځ دوو جنګي الوتکو دا تښتول شوې الوتکه تعقیبوله، خو د هغې په نسکورولو کې یې ونډه نه درلوده.