امریکا وايي، د کندز په چهادرې کې یو ملکي وګړی هم نه دی وژلی
د امریکا پوځ تېره میاشت د دې خبر د سپیناوي لپاره څېړنې پېل کړې.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند، ډګروال مارتین اودونېل په یوه بیان کې چې پرون جمعه خپور شو، وویل:
"موږ د افغانستان دحکومت د رپوټ په ګډون ټول هغه معلومات چې د دې پېښې په تړاو را ورسېدل محتاطانه وڅېړل او زموږ په څېړنه کې داسې متعبر معلومات په لاس نه راغلل چې دهغو ادعاوو ملاتړ وکړي."
د رويټرز خبري اژانس په حواله، ډګروال اوکونل ویلي چې د امریکا پوځ د ملکي تلفاتو په اړه جدي دی او که چېرې په چهاردره ولسوالۍ کې د امریکا د پوځ په هوايي حمله کې د ملکي وګړو د وژل کېدو د ادعا په اړه نوي کره معلومات ور ورسېږي، خپلې څېړنې ته بیا کتنه وکړي.
د ملګروملتونو د رپوټ پر اساس، په افغانستان کې د هوايي عملیاتو له زیاتېدو سره د روان میلادي کال په لومړیو شپږمیاشتوکې ملکي تلفات دوه پنځوس فیصده زیات شوي دي.