مدودف: پر روسي بانکونو بندیزونه د اقتصادي جګړې اعلان بولم
ډمیټري مدودف نن جمعه وویل، روسیه به په اقتصادي او سیاسي ګامونو او که اړتیا پیدا شوه له نورو لارو د امریکا بندیزونو ته ځواب ورکړي.
د نوموړي په خبره امریکايي دوستان مو باید په دې خبره پوه وي.
دا چې روسیه به د امریکا د بندیزونو د ځوابولو لپاره له نورو کومو لارو استفاده وکړي، د روسيې صدراعظم وویل، دی نه غواړي په دې اړه جزئیات ورکړي.
امریکا پر روسيې نوي بندیزونه اعلان کړي دي او د کانګرس غړو د روسيې پر یو شمېر دولتي بانکونو او د هغوی له خوا د ډالر پر کارولو بندیزونه پیشنهاد کړي دي.