غزه کې د اسرائیلي الوتکو په بمبارۍ کې ۳ فلسطینیان وژل شوي
په همدې حال کې فلسطیني وسلهوالو له غزې تراړې پر اسرائیل راکټي بریدونه کړي دي.
په غزه کې روغتیايي چارواکو وویل، په بمبارۍ کې یوه امیندواره مېرمن، د هغې یو کلنه لور او د حماس ډلې یو وسلهوال وژل شوي دي.
د فلسطینیانو په راکټي بریدونو کې بیا لږ تر لږه ۷ اسرائیلیان ژوبل دي.
د اسرائیل پوځ وايي، جنګي الوتکو يې په غزه کې د حماس ډلې په اهدافو بریدونه وکړل.
له ۲۰۰۷ میلادي کال راپه دېخوا له کله نه چې حماس د غزې کنټرول واخیست د دې ډلې او اسرائیل ترمنځ تر اوسه پورې درې ځله جګړه شوې ده.