د ناټو د درېیو عسکرو جنازې چک جمهوریت ته ورسېدې
دا عسکر چې په خټه د چک جمهوریت و، هغوی د تېرې یکشنبې په ورځ په پروان کې په یوه انتحاري حمله کې ووژل شول.
د حملې مسئولیت وسلهوالو طالبانو واخیست.
د چک جمهوریت پر دولتي ودانیو پرون چهارشنبه د هغه هېواد بیرغ نیم ځوړند و او د وژل شویو عسکرو تابوتونه په ځانګړي پوځي پرېد بدرګه شول.
د چک جمهوریت دفاع وزیر پرون پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړه او ویېویل چې په پوځي خدمت کې د داسې غمیزو مخنیوی نهشي کېدلائ.