سناتور راند پاول د ډونالد ټرمپ یو لیک، مسکو ته وړی
سناتور پاول پرون چهارشنبه پر ټویټر لیکلي:
"زما لپاره د ویاړ ځای دی چې د ولسمشر ټرمپ لیک مې د ولسمشر پوتین ادارې ته ورساوه."
دې امریکايي سناتور ویلي چې په لیک کې ټینګار شوی و چې روسیه او امریکا په مهمو مسئلو، لکه له ترورېزم سره مبارزه او د فرهنګي تبادلې په برخه کې همکاري زیاته کړي.
سپينې ماڼې ویلي چې "د پېژندګلوۍ " دا لیک د سناتور پاول په غوښتنه برابر شوی و.
د سپینې ماڼۍ ویاند وویل چې په لیک کې هغو مسایلو ته اشاره شوې وه چې سناتور پاول غوښتل چې له روسي چارواکو سره خبرې ورباندې وکړي.