سناتور راند پاول د دونالد ټرامپ یو لیک، مسکو ته وړی دی
سناتور پاول پرون چهارشنبه پر ټوېټرلیکلي:
" زما لپاره د ویاړ ځاي دی چې د ولسمشر ټرمپ لیک مې د ولسمشر پوتین ادارې ته ورساوه".
دې امریکايي سناتور ویلي چې په لیک کې ټینګار شوی و چې روسیه او امریکا په مهمو مسئلو، لکه له تروریزم سره مبارزه او د فرهنګي تبادلې په برخه کې همکاري زیاته کړي.
سپينې ماڼې ویلي چې "دپېژندګلوۍ " دا لیک او د سناتور پاول په غوښتنه برابر شوی و.
د سپینې ماڼۍ ویاند وویل چې په لیک کې هغو مسایلو ته اشاره شوې وه چې سناتور پاول غوښتل چې له روسي چارواکو سره خبرې ورباندې وکړي.