د افغانستان د سولې ولسي حرکت په کابل کې لویه غونډه کوي
د دې حرکت ویاند، بسم الله وطندوست پرون ازادي راډیوته وویل چې د غونډې یو هدف دا دی چې د ولسونو ترمنځ د سولې په اړه د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.
"غونډه به تر ډېره حده پردې وي چې څرنګه د حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب کولائ شو، څرنګه کولائ شو چې نور سولې ته ورسېږو اوڅرنګه د یوشمېر استخباراتي کړیو لاسونه له خپل هېواده لنډ کړو."
بسم الله وطندوست ونه ویل چې وسله وال طالبان یې ور بللي خو ویې ویل چې په غازي سټډیوم کې غونډې ته دهغو سیمو خلک هم ورځي چې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې دي.
د سولې ولسي حرکت به د جمعې په ورځ د افغانستان شمالي ولایتونو ته پياده سفر پېل کړي.