د ناټو د دریو عسکرو جنازې چک جمهوریت ته ورسېدې
دا عسکر چې په خټه د چک جمهوریت ول. هغوي د تېرې یک شنبې په ورځ په پروان کې په یوه انتحاري حمله کې ووژل شول.
د حملې مسئولیت وسله والو طالبانو واخیست.
د چک جمهوریت پر دولتي ودانیو پرون پرون چهارشنبه د هغه هېواد بیرغ نیم ځوړند و او د وژل شوو عسکرو تابوتونه په ځانګړي پوځي پرېد بدرګه شول.
د چک جمهوریت دفاع وزیر پرون پردې پېښه خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې په پوځي خدمت کې د داسې غمیزو مخنیوی نه شي کېدلائ.