ولسمشر غني وايي، سوله د پردو تر شا نه ترسره کېږي
محمد اشرف غني چې نن سهار یې د کاپیسا ولایت په ګلبهار او کوهستان ولسوالیو کې د برښنا د پروژو د پرانیستلو په هدف هغه ولایت ته سفر کړی وو، د کاپیسا د مشرانو او استازو سره د لیدو پر مهال دا خبره کړې ده.
له ارګ څخه په یوې اعلامیې کې راغلي چې ولسمشر غني ویلي چې د سولې په اړه په افغانستان کې له بېلابېلو قشرونو سره سلامشورې اوس هم دوام لري.
ولسمشر غني د دغه سفر پر مهال د راتلونکو انتخاباتو پر شفافیت هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا موضوع د ملي وحدت حکومت له اساسي پروګرامونو څخه ده چې غور ورباندې کوي.
اعلامیه د ولسمشر له قوله زیاتوي چې وایي، هغه خنډونه به له منځه ولاړ شي چې د ولسوالیو شورا ګانو انتخاباتو لپاره د ښځینه کاندیدانو پر وړاندې پراته دي.
تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي وو حکومت پر داسې طرحې کار کوي چې له مخې به یې ولسوالیو شوراګانو ته د ښځو لپاره د نوماندۍ شرایط آسانه شي.