د ارزګان په چنارتو کې د ملي اردو د ۲۷سرتېرو جسدونه پیدا شوي
د چنارتو ولسوال فیص محمد نن چهار شنبه ازادي راډيو ته وویل چې په ټوله کې د ملي اردو په دغه کمپ کې ۶۵ سرتېري مېشت وه، خو کله چې وسله والو طالبانو ورباندې برید وکړ ۴۳ يې نادرک شوي او ۲۲ تنه يې له طالبانو ځانونه خلاص کړي وه.
نوموړی وايي، د پاتې ۱۶ تنو څرک لا تراوسه معلوم نه دی چې طالبانو وژلي او که ژوندي دي.
ازادي راډيو هڅه وکړه چې په دې اړه په ارزګان ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا له مسؤلینو سره خبرې وکړي، خو له پوره هڅو سره سره بیاهم بریالي نشوو.
د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بيا د ۳۰ سرتېرو وژل کېدل تائیدوي خو دانه مني چې نور سرتېري دې نادرکه وي.
هغه ازادي راډيو ته وويل چې نور ټول سرتېري روغ دي او بېرته د وسله والو طالبانو د ځپلو په مخه وسلې اخیستي دي.
د نوموړي په وينا، هلته کومانډو سرتېري رسېدلي او اوس د ولسوالۍ وضعيت عادي شوى دى.
په یادې ولسوالۍ کې د ملي اردو یو شمېر سرتېرو له دې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي وه ۴۴ملګري یې وژل شوي او یو شمېر لانور هم نادرکه دي چې په وژل شویو کې د کنډک قوماندان او نور مشران هم شامل دي.