پکتیا: لجې منګل کې د طالبانو ډله ییز بریدونه پای ته رسیدلي
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته وويل، په دغو بریدونو کې هم وسله والو طالبانو او هم افغان پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده:
"۲۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اته تنه نور یې ټپیان دي چې د د دوی ځينې جسدونه په ساحه کې پاتې دي، همدا راز افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده چې تر اوسه پورې موږ ته د څلورو تنو د افغان سرتیرو د شهادت خبر راکړل شوی."
د والي وياند وايي، په دغو بريدونو کې ملکيانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او جګړه تر ډېره مهار شوې ده.
د چارواکو په خبره، وسله والو طالبانو تېره شپه د لجې منګل ولسوالۍ پر ګڼو امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه پیل کړل او د ګردېز- پټان لویه لار يې چې ګردېز له پاکستان سره نښلوي د ترافیکو پرمخ تړلې وه.
وسله والو طالبانو تر اوسه د پېښې په اړه څه دي ويلي.
پخواني معلومات
د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، د لجې منګل ولسوالۍ پر امنیتي پوستو د وسله والو مخالفینو ډله ییز بریدونه په شاتمبول شوي دي.
د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، د دولت وسله والو مخالفینو تېره شپه ناوخته د پکتیا ولایت د لجې منګل ولسوالۍ پر ګڼو امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل.
تبسم وویل، یادې ولسوالۍ ته له مرکز ګردیز او ورڅېرمه ولسوالۍ څمکنیو څخه کومکي ځواکونه ورسېدلي، د مخالفینو حملې یې په شاه تمبولي او د ګردېز پټان لویه لار چې د مخالفینو له خوا بنده شوې وه، د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شوې ده.
د تبسم په خبره، د افغان پوځیانو او وسله والو مخالفینو تر منځ په نښته کې ملکیان نه دي ژوبل او یوازې وسله والو بریدګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډيو ته ویلي چې په دغو بریدونو کې د وسله والو مخالفینو ۲۳ ته وژل شوي او ۸ ټپیان دي.
ښاغلي حسرت په دغو بریدونو کې د ۴ افغان سرتېرو وژنه هم تأیید کړې او په خبره یې چې په سیمه کې اوس وضعیت ارام دی.
د دولت وسله والو مخالفینو د یادو بریدونو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.