نوروز منګل ملي او نورو لوبډلو ته د لار پيدا کېدو شرایط بیان کړل
د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل نن یکشنبه په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې له دې وروسته به يوازې هغه لوبغاړي ملي او نورو لوبډلو ته لار پيدا کوي چې ټاکلي معیارونه او شرایط پوره کړي.
ښاغلي منګل شرایط داسې بیان کړل:
د افغانستان تابعیت باید ولري. ښه فټنس ولري. په داخلي سیالیو کې دوامداره ګډون ولري. پهدغو سیالیو کې ښه ریکارډ ولري.
د نوموړي په خبره، هغه لوبغاړي چې په شپږیزه، غازي امان الله خان او فرسټ کلاس سیالیو کې ښه وځلېږي او له دغو سیالیو په دوو کې «الف» درجه خپله کړي، هغه ته به د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د رسمي لوبغاړي قرارداد ورکول کېږي.
دا پهداسې حال کې ده چې له دې وړاندې د کرکټ بورډ په غوراوي کمېټې يو لړ انتقادونه موجود وو چې د لوبغاړو په ګمارنه کې له شفافیت او نړیوالو معیارونو کار نه اخېستل کېږي.