الګیزینډر د سټي اوپن ټینس سیالیو کوارټر فاینل ته ووت
د سما نیوز ویبپاڼې د معلوماتو له مخې پهدغه لوبه کې الګیزینډر وتوانېد چې ۶ـ۳ او ۷ـ۵ په پایلې سره خپل ورور میشا زاریو ته ماتې ورکړي او د دغو سیالیو کوراټر فائنل پړاو ته ووځي.
د دغو سیالیو په بله لوبه کې بیا امریکايي لوبغاړي جان ازنر بیا د خپل هم وطن لوبغاړي نوه رابن نه ماتې وخوړه.
رابن په دغه لوبه کې ازنر ته ۶ـ۴ او ۷ـ۶ په وړاندې ماتې ورکړه او د دغو سیالیو ۱۶ غوره پړاوو ته ورسېده.