کابل کې د تنکیو ځوانانو د سوک وهلو د غوراوي سیالۍ پیل شوې
د سوک وهنې د فدراسیون رئیس عبدالله شکیب نن ازادي راډیو ته وویل، د غواروۍ په دغو سیالیو کې ۶۵۰ تنو تنکیو ځوانانو ګډون کړی چې له دې ډلې به ۵۲ لوبغاړي انتخاب شي.
نوموړی وايي، دا سیالۍ به تر لسو ورځو پورې دوام کوي.
ټاکل شوې چې د دغو سیالیو په پای کې د افغانستان د سوک وهلو فدراسیون د ۱۳ کلنو، ۱۴ کلنو، ۱۵ کلنو او ۱۶ کلنو سوک وهونکو ملي لوبډلې اعلان کړي.