سمنګان کې د ۱.۵میلیونو ډالرو په لګښت پروژې افتتاح شوې
دا پروژې د اقتصاد، عامې روغتیا او لوړو زده کړو د وزیرانو له خوا پرانېستل شوې.
د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل، په دې پروژو کې د پینځو کلینیکونو، دوه ښونځیو او د سمنګان د پوهنتون لپاره د یوې ودانۍ جوړول شامل دي.
ښاغلي عزیزي وویل، د دې پروژو لګښت د هند حکومت ورکړی دی.