کابل کې د تنکیو ځوانانو د سوک وهنې د لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوي
په دغو سیالیو کې له کابل او یو شمېر ولایتونو څخه د ۶۰ کلپونو نېږدې ۳۶۰ ورزشکارانو ګډون کړی دی.
د بدني روزنې عمومي ریاست د معلوماتو له مخې د دغو سیالیو هدف دا دی، څو د کابل د تنکیو ځوانانو د منتخب ټيم غړیتوب ترلاسه کړي.
د دغو سیالیو په پای کې به شل غوره لوبغاړي یاد ټیم ته غوره شي.