د پاکستان نوي حکومت ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری
له دغو مالي مرستو څخه پاکستان چینایي پوروړو ته هم پیسې ورکوي.
مایک پامپئو د دوشنبې په ورځ له «CNBC» ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې متحده ایالات دې ته سترګې په لاره دی چې د پاکستان له نوي حکومت سره چې ټاکل شوې عمران خان یې جوړ کړي، کار وکړي خو له منطقي پلوه دا درسته نه ده چې پاکستان دې له دغو مرستو د چینایي پورونو د پرې کولو لپاره هم کار واخلي.
پامپئو وویل، باید له پامه ونه غورځول شوي چې موږ به د «IMF» اقدامات له نېژدې څارو.
د پاکستان نوي صدراعظم ته د پاکستان د مالي چارو مسؤلینو ځینو وړاندیزونه کړي چې پر اساس یې له «IMF» څخه تر ۱۲ میلیارډ ډالرو پورې د مرستې غوښتنه کېږي.
د دغې نړیوالې مالي موسسې یوه ویاند ویلي چې تر اوسه په دې اړه د پاکستان له لوري کومه غوښتنه دوی ته نه ده رسېدلې او نه یې هم په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي.
پاکستان چې پنځه میلیارډه ډالره د چین پوروړی دی، د بهرنیو اسعارو په وړاندې د خپلې پیسې د ثبات لپاره د نورو یو میلیارډ ډالرو غوښتونکی دی.