په تاجکستان کې د وژل شویو بایسکل چلوونکو څېړنه کېږي
د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رمضان رحیموف نن دوشنبه وویل، ددې هېواد د چارواکو یوه ځانګړې ډله ددې پېښې په اړه څېړنې کوي.
پېښه د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې په ۱۵۰ کیلومترۍ کې د ختلان په سیمه کې شوې.
دغلته څلور بایسکل چلوونکي چې دوه امریکایان، یو جرمنی او یو سویسی دی، وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزیر وویل چې په دې اړه د څېړنو څارنه خپله ولسمشر امام علي رحمان کوي.
د چارواکو په وینا، ددې پېښې په تړاو څلور تنه نیول شوي دي او دوه تنو چې د امنیتي ځواکونو سره یې مقاومت کړی، وژل شوي.