په هرات کې پر یو شمېر زیانمنو شویو فارم لرونکو، چرګان وېشل کېږي
د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني هرات ته د خپل سفر پر مهال د چرګانو د انفلونزا له امله یو شمېر زیانمنو شویو فارم لرونکو سره کتلي او ژمنهیې کړې چې له دوی سره به مرسته کېږي.
په دغه کتنه کې د ۴۴ فارمونو مسؤلینو د کرنې له وزیر سره خپلې اندېښنې او ستونزې شریکې کړې دي.
د کرنې او مالدارۍ وزیر د دغو فارم لرونکو د غوښتنو او ستونزو له اورېدو وروسته ډاډ ورکړی چې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري نږدې ۱۵۰ زره چرګان به زیانمنو شویو کسانو ووېشي.