ولسمشر غني عمران خان ته: تمرکز به مو پر راتلونکې وي، نه پر تېر وخت
د جمهوري رياست په حواله، محمد اشرف غني نن یکشنبه په دغه ټيليفوني تماس کې ويلي، تمرکز به پر روښانه راتلونکي وي او پر اساس به يې په فرهنګي، اقتصادي، ټولنيزو او سياسي برخو کې د اړيکو اساس ږدو.
د جمهوري رياست د اعلاميې په حواله، عمران خان په دغه ټيليفوني تماس کې هيله ښوولې چې په نېږدې راتلونکي کې به کابل ته سفر وکړي.