مټېس: د امریکا حکومت په ایران کې د رژیم د تغیر په لټه کې نه دی
جيمز مټېس پرون د دې پوښتنې په ځواب کې چې حکومت یې په ایران کې د رژیم د بدلون یا د حاکم رژیم د سقوط په اړه کومه پالېسي برابره کړې که نه، وویل چې تر اوسه هېڅ داسې کار نه دی شوی.
د امریکا دفاع وزیر د یوشمېر نورو امریکايي چارواکو دا خبره تکرار کړه چې د متحدو ایالاتو هدف دا دی چې د ایران کړه وړه بدل شي.
هغه وویل، متحد ایالات غواړي چې ایران په یوشمېر مسایلو کې چې نړیوالې ټولنې ته یې متوجې کړي، خپل دریځ بدل کړي.
مټېس په ځانګړي ډول د ایران پوځ، استخباراتي ادارو او د بهرنیو وسله والو ډلو یا پروکسي په مرسته تخریبي فعالیتونو ته اشاره وکړه.