بلغاریا د ښځو په اړه د اروپايي اتحادیې یو تړون غیر قانوني اعلان کړ
د بلغاریا د سترې محکمې پرونۍ پرېکړې د هغه هېواد پارلمان ته د دې تړون د استولو او بحث هر امکان له منځه وړی دی.
د اروپايي اتحادیې دا تړون چې په ۸۱ مخونو کې برابر شوی او هدف یې له ښځو سره د تشدد مخنیوی دی، د اروپايي شورا د بشري حقونو ادارې جوړ کړی دی.
د دې تړون مخالفان چې د بلغاریا د ارتودوکسې کلیسا غړي، اپوزېسیون سوسیالیست ګوند او په بلغاریا کې د ملي وطنپالو حاکم ائتلاف دی، ادعا کوي چې دا تړون ځوانان همجنسګرايۍ، عین جنس ودونو او داسې نورو مسايلو ته تشویقوي چې د بلغاریا په ټولنیز دود کې ځای نه لري.
د اروپايي اتحادیې د بشري حقونو د ملاتړ ادارو د بلغاریا د سترې محکمې پرېکړه غندلې ده.