په کابل کې به خسوف نیمه شپه ۱۲:۵۱ دقیقې پیښ شي
ویل کېږي سپوږمۍ به د یو ساعت او ۴۳ دقیقو لپاره ترنځه ونیسي.
په کابل کې به خسوف نیمه شپه ۱۲:۵۱ دقیقې پیښ شي.
کابل له هغو ښارونو دی چې په واضح ډول او د ډېر وخت لپاره به خسوف پکي ولیدل شي.
خسوف هغه مهال کېږي چې لمر، سپوږمۍ او ځمکه په یوه مدار کې واقع شي او له دې کبله چې د ځمکي سیوری پر سپوږمۍ لوېږي نو سپوږمۍ تکه سره ښکاري.