د پاکستان د انتخاباتو پایلې ښه يي چې د عمران خان ګوند مخکې دی
د پاکستان د پارلماني انتخاباتو د ۹۰ فیصده شمېرل شویو رایو رسمي پایلي ښیې چې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند بریالی دی.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند ۱۱۵ څوکۍ خپلې کړې او د اکثریت څوکیو د ګټلو لپاره ۱۳۷څوکیو ته اړتیا ده.
نو دغه ګوند به اړ وي چې له ځینو نورو ګوندونو یا آزادو کاندیدانو سره ایتلاف وکړي څو حکومت جوړ کړي.
د پاکستان پارلمان په مجموع کې ۳۴۲ څوکۍ لري چې ۷۰ څوکۍ یې انتصابي دي.
د مسلم لیګ نواز او نورو ګوندونو ویلي چې د انتخاباتو پایلي نه مني او په هغو کې یې د پراخلو درغلیو ادعا کړې ده.
خو د پاکستان د انتخاباتو د کمېسیون یوه مسؤل بابر یعقوب په دې اړه رسنیو ته وویل:
"دغه انتخابات په شفاف، عادلانه او په ښه توګه ترسره شول، په کویټه ښار کې د برید پرته نور انتخابات په سمه پر مخ ولاړل."
د انتخاباتو د وروستیو نتایجو پر اساس د عمران خان نژدې رقیب مسلم لیګ نواز ګوند په دوهم ځای او د پاکستان پیپلز پارټۍ دریم ردیف کې راغلی دی.