دونالد ترامپ : که امریکایی واعظ خوشې نشي، متحدایالات به پر ترکیه پراخ بندیزونه ولګوي
ټرامپ پر ټویټر په یوه پیغام کې اندریو برونسن Andrew Brunso یو ستر عیسوي پریست او نېک انسان بللی او خبرداری یې ورکړی چې متحدایالات به د نوموړي د اوږدې مودې نظربندۍ له کبله پر ترکیې پراخ بندیزونه ولګوي.
د دې پیغام له خپرېدو سمدستي وروسته د ترکیې د بهرنیوچارو وزیر مولوت چاووش اوغلو وویل چې ترکیه د چا امر نشي منلای. چاووش اوغلو پر ټویټر په ځوابي پیغام کې ولیکل چې ترکیه به د هېچا ګواښونه ونه زغمي. هغه زیاته کړه چې د قانون به پر ټولو یوشان تطبیقېږي او هېڅوک ترې مستثنی نه دي.
د ټرامپ له پیغام څخه مخکې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس هم په یوه ورته پیغام کې ګواښ وکړ چې که برونسن خوشې نشي متحدایالات به پر ترکیه پراخ بندیزونه ولګوي.
برونسن چې څه باندې ۲۰ کاله یې په ترکیه کې کار کړی، په ۲۰۱۶ کال کې په ناکامه کودتا کې له ښکېو ډلو سره د مرستې په تور بندي او وروسته د تروریزم او جاسوسۍ په تور تورن شو.