په چین کې د متحدایالاتو د سفارت مخې ته د بم چاودنه شوې ده
د چین د پولیسو پرون پنجشنبه د دې چاودنې تور پر یوه ۲۶ کلن کس ولګاوه چې د دوی په وینا د چین د مرکزي منګولیا Inner Mongolia د سیمې اوسیدونکی دی.
چارواکي وايي چې په پیښه کې یوازې مشکوک کس په لاس ټپي شوی دی او بل چاته زیان نه دی اوښتی او زیاتوي چې تورن کس روغتون ته لېږدول شوی دی.
په بېجنګ د امریکا د سفارت یوه ویندوی وویل چاودنه په سیمه ایز وخت د ماسپښين شاوخوا یوه بجه وشوه. ویندوی هم تایید کړه چې له بریدکوونکي پرته بل څوک نه دي زیانمن شوي.