د لوړو زدهکړو وزارت د استاد شجاعالدین خراساني نیول تأیید کړل
د دې وزارت ویاند محمد ضیا ساحل نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې پرته له دې چې د استاد خراساني جرم تأیید کړي وویل د هغه په اړه پلټنې روانې دي.
له دې وړاندې یو شمېر سرچینو ویلي دي چې د افغانستان ملي امنیت نن د برهانالدین رباني د ښوونې او روزنې د پوهنتون استاد شجاعالدین خراساني له یوې محصلې سره د جبري جنسي اړیکې پر مهال نیولی دی.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت وايي چې له پلټنو وروسته به د دغه خبر د تصدیق یا رد په اړه بشپړ جزئیات خپاره کړي.