دایکنډي چارواکي: په پاتو ولسوالۍ کې ۸ سیمه ییز پولیس وژل شوي
د والي ویاند عالي اکبر ناطقي پرون دوشنبه ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه پر یادې ولسوالۍ له درې خواوو ډلهییز بریدونه کړي او غوښتل يې چې یادې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي، خو بریالي نهشول او افغان پوځ بریدونه په شا وتمبول.
نوموړی وايي، د یادو بریدونو پر مهال وسلهوالو طالبانوته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه يې کره معلومات نهشته.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.