د غزني د رشیدانو سرپرست امنیه قوماندان او ۳ پولیس ووژل شول
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د رشیدانو ولسوالۍ پر دولتي تاسیساتو د وسله والو طالبانو په حمله کې شپږ پولیس زخمیان شوي دي.
د نوري په وینا، په حمله کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ زخمیان دي.
تېره شپه د غزني په اندړو، جاغوریو، قره باغ اوجغتو ولسوالیو کې هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ وسله والې نښتې شوې دي.
د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل چې په غزني کې یې د ملي اردو یو مرکز او یو شمېر پوستې نیولې دي.
خو حکومت دا ادعا نه ده تأيید کړې.