د علماو شورا یو پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ځي
د دواړو شوراګانو استازو نن شنبه په کابل کې خبريالانو ته وویل چې دا هیئت به په دوحه کې د وسله والو طالبانو له استازو سره د سولې د مذاکرو پر څرنګوالي خبرې وکړي.
دا چې دا پلاوي دقیقاً څه وخت دوحې ته ځي، لا نه ده څرګنده شوې.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.