د افغانستان د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د شکايتونو په اړه خپله نهايي پرېکړه اعلانوي
دغه کميسيون وايي، دوى د انتخاباتو اړوند شکايتونه او اعتراضونه په ابتدايي ډول څېړلي، خو نن خپل وروستى تصميم نيسي.
د دغه کميسيون وياند علي رضا روحاني پرون ازادۍ راډيو ته وويل، د دوى تصميم ښايي د ځينو احتمالي کانديدانو پر برخليک تاثير ولري:
”له تخنیکي پلوه د اعتراضونو او شکایتونو لومړی پړاو بشپړ او وروستي پړاو ته رسېدلی. د شنبې په ورځ به د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون رسمي ناستې ته ورسېږي، څېړنه به يې پيل او په اړه بهیې رسمي تصمیم ونیول شي. تر تصمیم وروسته ممکن ځینې کسان چې له لېسته ایستل شوي، بېرته په لېست کې شامل او ځینې به له لېسته وایستل شي“
ښاغلى روحاني وايي دوى د ټول افغانستان په سطحه د انتخاباتو اړوند تر ٦٠٠ زيات اعتراضونه او شکايتونه ثبت کړي دي.
په پام کې ده، د افغانستان د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو انتخابات د تلې/ميزان پر ٢٨مه وشي.