په ننګرهار کې د سلګونو ځوانانو پوځي روزنه پيل شوه
په ننګرهار کې د محلي ځواک لپاره د ځوانانو د جلب او جذب پروسه د چنګاښ/سرطان پر ٧مه پيل شوې وه.
د والي وياند عطا اله خوږياڼي پرون جمعه (د چنګاښ ٢٩مه) ازادۍ راډيو ته وويل، دغه ځوانان د درېيو ولسواليو دي:
”د ننګرهار د خوږياڼيو، هسکې مېنې او پچيراګام ولسواليو سلګونو ځوانانو په دې ولايت کې د سيمه ييزې اردو په ليکو کې د دندې ترسره کولو په موخه جذب او عملاً يې په ٢٠١ سېلاب قول اردو کې روزنه پيل شوه.“
د والي وياند وايي دغه ځوانان به تر مسلکي روزنې وروسته په بشپړ ډول مجهز او په همدغو درېيو ولسواليو کې په دندو وګمارل شي.
چارواکي وايي، د دغه ځواک لپاره هغه کسان ټاکل کېږي، چې مخکې يې په ملي اردو او پوليسو کې دنده ترسره کړې وي.
دغه محلي ځواک به چې ولسمشر محمد اشرف غني يې طرحه منظور کړې، په ټوله کې شا و خوا ٣٦زره غړي ولري.