امریکا پر شمالي کوريا د بنديزونو ددوام غوښتنه کړیده
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو چې پرون يې په ملګرو ملتونو کې له خبريالانو سره خبرې کولې وويل: په سينګاپور کې له سرمشريزې وروسته د امريکا اداره لا هم د غيراټومي کېدو ليدلوريو ته خوشبينه ده.
هغه سرمشريزه تېره مياشت د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د شمالي کوريا د مشر کيم جونګ اون ترمنځ شوې وه.
ښاغلي پامپيو وويل:
”که بنديزونه نافذ نه وي، د شمالي کوريا د کاميابه غيراټومي کېدلو ليدلوري به کمزوري شي.“
تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نيکي هيلي پر روسيې او چين انتقاد وکړ.