امریکا کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۱۱تنه وژل شوي
د میزوري ایالت د سټون سیمې د پولیسو مشر ډاوګ راجر وايي، دا کښتۍ چې سیلانیان پهکې سپاره وو، پرون پنجشنبه د ټېبل راک سیمه کې ډوبه شوه.
د نوموړي په وینا پنځه تنه لا هم نادرکه دي.
پولیسو ویلي، داسې ښکاري چې توپاني هوا د دې کښتۍ د ډوبېدو سبب شوې ده.