ګلبدین نایب د سپکاوي په تور په دوو لوبو کې بند کړای شو
د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې چې له دوه لوبو بندیز وروسته ښاغلی نایب کولای شي دوباره سیالیو ته راوګرځي.
ګلبدین نایب په روانو سیالیو کې د میس عینک لوبډلې لوبډلمشر دی چې اوس يې پر ځای افسر ځاځی د لوبډلې مشرۍ دنده پرمخ وړي.
په همدې حال کې نن د دې سیالیو په ننۍ لوبه کې میس عینک لوبډله د کابل لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوې ده.
د سیالۍ پچه کابل لوبډلې ګټلې او په ټاکلو پنځوسو اورونو کې يې د نهه لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۴ منډې کړي دي.
اوس د میس عینک لوبډله بیټینګ کوي وبه کتل شي چې دغه سیالۍ د چا په بریا سره پای ته رسېږي.
د دې سیالیو د تېرې ورځې په لوبو کې بیا امو زون بُست ته په ماتې ورکولو سره روانو سيالیو کې درېم مقام خپل کړ.
د دغه سیالیو لومړی او دوهم مقام له بند امير او سپين غر سره دي.
همدا شان شهزاد محمدي، جاوید احمدي او عثمان غني د ډېرو منډو جوړونکي لومړي مقامونه او شرف الدين اشرف، قيس احمد او نجات مسعود د اتو اتو لوبغاړو په سوځولو سره تر دې دمه د غوره توپ اچونکو په کتار کې لومړ ي مقامونه لري.