پکتیکاوالو د زورواکو پر وړاندې د افغان ولسمشر د اقداماتو ملاتړ وکړ
دوی ویل، د وسله والو مخالفینو په شان زوراکو هم دولت ته ستونزې جوړې کړي او فساد ته يې زمینه برابره کړې ده.
د پکتیکا مدني فعالان او ځوانان چې نن د دوشنبې په ورځ په مرکز ښرنه کې په یوه غونډه کې راټول شوي وو، له ولسمشر غني دا هم وغوښتل چې د قانون ماتوونکو، د ځمکو د غاصبینو او زورواکو پر وړاندې خپل اقدامات روان وساتي او د خپل ولس په ملاتړ دې باور ولري.
افغان حکومت ویلي چې په دې هېواد کې د افغان ځواکونو له لوري د یو شمېر نا مسؤلو وسلهوالو نیونې غیر سیاسي دي او دا کار د ولس په غوښتنه ترسره شوی دی.