نړيوالو ځواکونو په کندهار کې ۱۲ وسلهوال مخالفین وژلي
دا خبره د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني نن دوشنبه سهار ازادي راډيو ته وکړه.
نوموړي وویل:
"د معروف ولسوالۍ په کلاله سیمه کې وسلهوالو تګ راتګ کاوه او یو رنجر موټر کې سپاره وو، د هوايي برید لاندې راغلي، په هوايي برید کې ۱۲ وسلهوال وژل شوي او یو د دوی سیمهییز قوماندان په مرګوني حالت ټپي شوی چې پښې او لاسونهیې پرې شوي دي."
دراني وویل چې په بريد کې بل چاته زيان نهدی رسېدلی.
د دولت وسلهوالو مخالفینو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.